د طالبانو مشر د ۲۱۷ عمري قول اردو کې په طالبانو کرکټ کول بند کړې

هغه څو ورځې وړاندې یادې قول اردو ته سفر کړې وو او د سفر په پایی کې یی هلته منسوبینو ته په کرکټ کولو بندیز په هکله هم وائیلی وو

د هشت صبح ورځپاڼې د یو طالب چارواکي له خولې لیکلي دي چې د طالبانو مشر د “۲۱۷ عمري قول اردو” کې په طالبانو کرکټ بند کړی. ورځپاڼه وايي چې د طالبانو دغه چارواکي ویلي دي چې “کرکټ د ملا هبت الله نه خوښېږي او په طالب جنګیالیو به یې بند” کړي. تر دې مخکې په کندهار کې د افغانستان د کورني کرکټ سیالسو ته هم اجازه ورکړل شوې نه وه.

په کرکټ د بندیز په اړه د هشت صبح راپور
په کرکټ د بندیز په اړه د هشت صبح راپور

دا هم ولولئ :- د افغان ملې لوبډلې پیلیز توپ وهونکې ابراهیم ځدراڼ د ټپي کېدو له امله له نیوزیلنډ لوبډلې سره ټېسټ لوبه کې برخه نه اخلي

دا په داسې حال کې ده چې څو اونۍ مخکې طالبانو په ننګرهار کې د کرکت یو میدان وران کړی و. د طالبانو رسمي ویاندانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي. کرکت بورډ هم لا په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي. کرکت په افغانستان کې یوازینۍ لوبه ده چې په نړیواله کچه د افغانستان لپاره لویې لاس ته راوړنې لري او افغانان ورسره بیسارې مینه لري. د طالیانو حکومت ظاهرآ د کرکت او کرکت لوبغاړو ننګه کوي.

Leave a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Scroll to Top
Share via
Copy link