د افغان ملې لوبډلې پیلیز توپ وهونکې ابراهیم ځدراڼ د ټپي کېدو له امله له نیوزیلنډ لوبډلې سره ټېسټ لوبه کې برخه نه اخلي

د افغان ملي لوبډلې پیلیز توپ وهونکی ابراهیم ځدران تېره ورځ د تمرین پر مهال ټپي شوی

د افغان کرېکټ بورډ له لوري په اېکس پاڼه لیکل شوي، چې د افغانستان د ملي لوبډلې پیلیز توپ وهونکی ابراهیم ځدران تېره ورځ د تمرین پر مهال ټپي شوی او د نیوزیلنډ تر څنګ له سوېلي افریقا سره هم په لوبلړۍ کې نه شي لوبېدی.

افغان کرکټ ستورې ابراهیم ځدران د تمرین په حال کې
افغان کرکټ ستورې ابراهیم ځدران د تمرین په حال کې

د افغانستان کرېکت بورډ تېره ورځ ناوخته په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ملي لوبډلې پيلیز توپ وهونکی ابراهیم ځدران له نیوزیلنډ سره د ټېسټ لوبې د چمتوالي او تمرین پر مهال تېره ورځ په پښه ټپي شوی.

کرېکټ بورډ زیاتوي چې نوموړی به د نیوزیلنډ لوبډلې سره د ټېسټ لوبې او سوېلي افریقا په وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ برخه نه وي.

کرېکټ بورډ د ملي لوبډلې فزیوتراپیسټ او ډاکټر له قوله ویلي، چې د ابراهیم ځدران ښنګري یو څه سخته ضربه لیدلې او د ډاکټرانو له لوري ورته د استراحت سپارښتنه شوې.

ابراهیم ځدران د شل اوریزو، یو ورځینو او ټېسټ لوبو یو له تجربه لرونکو او پیاوړو لوبغاړو څخه دی.

له نیوزیلنډ او سوېلي افریقا سره په راتلونکي لوبلړۍ کې د ابراهیم ځدران نه شتون د نومړي مینه‌وال ډیر خواشیني کړي دي.

دا هم درسره ولولئ :- سریلنکا په درېم ټیسټ لوبه کې انګلستان ته شکست ورکړ

Leave a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Share via
Copy link