د افغانستان ۱۹ کلن کرکټ لوبډله به نیوزیلنډ او سویلې افریقه سره لوبې وکړې
د افغان کرکټ بورډ د چارشنبې پر ورځ ( د اسد لسمه) ویلي، چې د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډله به د سپټمبر په میاشت کې له نیوزیلینډ سره ټیسټ لوبه او بیا به له جنوبي افریقا سره درې ورځنۍ لوبه وکړي.
ټاکل شوې دغه لوبې د سپټمبر له اتلسمې تر دوهویشتمې ترسره شي.
له دې لوبو وروسته د افغان کرکټ دا ملي لوبډله له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره درې اړخیزه لوبه کوي.
دا هم درسره ولولئ:- د نیوزیلینډ لوبډله د افغانستان پر وړاندې د ټېسټ لوبې لپاره ګریټر نیوډا ته رسېدلې
د افغان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، دغه لوبې به د نومبر پر دیارلسمه په متحده عربي اماراتو کې پیل او د سپټمبر تر شپږویشتمې به روانې وي.
ویل کیږي، چې د دغو لوبو یوه موخه د ۲۰۲۴ آسیا جام سیالیو ته چمتووالی دی
Pingback: د بیګبش کرکټ لیګ ډرافټ کې هېڅ افغان لوبغاړی نه دی انتخاب شوی ؟ - کرکټ افغانستان