د کرکټ د ۲۰۲۴ نړیوال شل اوره جام سیالۍ به نن د امریکا او کاناډا په سیالۍ پیل شي.
دا دوه هېوادونه د کرکټ په لوبه کې پخواني سیالان دي.
دواړو ګاونډیو هېوادونو لومړی ځل په ۱۸۴۴م کال کې په لومړني نړیوال جام کې ګډون کړی وو.
خو وروسته په شمالي امریکا کې د کرکټ لوبه پیک شوه او پر ځای یې په نورو هېوادونو کې زیات دود شوه.
د متحدو ایالتونو او کاناډا سیالي د ټکساس ایالت په ډبلیس ښار کې کېږي.
امریکا او وېسټ انډیز په ګډه د نړیوال شل اوره جام سیالیو کوربانه دي.
د کرکټ په سږنی نړیوال جام سیالیو کې ۲۰ هېوادونه په څلورو ګروپونو کې لوبېږي.
افغانستان په سي ګروپ کې له کوربه وېسټ انډیز، نیوزیلنډ، یوګنډا او پاپوا نیوګینې سره یوځای دی.
تراوسه پورې د جام د ګټلو په اړه د هېڅ لوبډلې په اړه وړاندوینه نه کېږي.
د دې جام بل کوربه وېسټ انډیز تراوسه پورې دوه ځلې نړیوال جام ګټلی دی.
د دې نړیوال شل اوره جام پایلوبه به د جون په ۲۹مه نېټه په وېسټ انډیز کې وي.
Pingback: افغان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کرکټ نړیوال جام کې په لومړۍ لوبه کې له یوګانډا سره مخ کيږي - Cricket Afghanistan