د بیګبش کرکټ لیګ ډرافټ کې هېڅ افغان لوبغاړی نه انتخاب کیدو لامل ؟
په یوه تعجب بښونکي توګه، د بیګبش لیګ (BBL) ډرافټ کې هېڅ افغان لوبغاړی نه دی انتخاب شوی. د ۱۹ افغان لوبغاړو چې د دې لیګ لپاره نوم لیکنه کړې وه، یوازې راشد خان او نوین الحق وو چې مخکې له مخکې یې د دې کال د لیګ نه لوبېدو پرېکړه کړې وه.
دا د دې سره سره چې افغان لوبغاړي د خپل پام وړ استعداد لری او د نړۍ په مختلفو لویو شل اوریز لیګونو کې لوبیږې او ښه ځلیدلې دې، بیګ باش لیګ کې یې نه اخیستل کیدل د تعجب وړ خبره ده ؟
په تیرو دریو کلونو کې د افغانستان او آسترالیا د بورډونو ترمینځ اړېکې کم رنګه شوې او د آسترالوی بورډ د افغان لوبډلې سره د هر رنګه سیالیو کولو ډډه کړې ده او د طالبانو لخوا د انجونو ښوونځیو بندول یې لامل په ډاګه کړې خو خپله افغان لوبغاړو د ټولنیزو رسنیو آدرسونو له لارې له آسترالوی بورډ څخه هېله کړه وه چې سپورټ باید د هېوادونو ترمینځ د سیاستونو قربانې نشی.
Pingback: د نیوزیلاینډ پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ سیالۍ ته د افغان کرکټ