د لوبې په لومړې ورځ انګلستان د دریو لوبغاړو په سوځیدو ۲۲۱ منډې جوړې کړې وې
د انګلستان او سریلنکا ترمینځ د درېم ټیسټ دوهم ورځ بدون له کوم ځنډ (باران/توری وریځې) پېل شوه. اوولې پاپ او هیری بروک لوبه پېل کړه د سریلنکا لخوا لاهورو کومارا توپ اچونه پېل کړه. د ورځې د پېل په شپږم اوور کې هیری بروک د ۱۹ منډو په جوړولو سره د سریلنکای توپ اچونکې میلان رټن یانکه لخوا وسوځیدو. دغه مهال د انګلستان ټولې منډې ۲۴۱ وې.
د بروک له سوځیدو وروسته د انګلستان هیڅ توپ وهونکې د اوولی پوپ سمه ملګرتیا ونشوه کړی او پرله پسی د سریلنکای باولرانو لخوا وسوځیدل. اوولی پوپ په آخر کې د ۱۵۴ منډو په جوړولو سره د لاهورو کومارا لخوا وسوځیدو او د انګلستان توپ وهونکې په ۶۹.۱ اوورونو کې ۳۲۵ منډې جوړولو کې بریالی شول.
د سریلنکا لخوا میلان رتیانکې درې (۳)، دنن جایا دې سلوا (۲)، لاهورو کومارا او وشوا فرنندو (۲)، او آسیتا فرنندو یؤ ویکټ ترلاسه کړه.
دا هم درسره ولولئ :- د انګلستان او سریلنکا ترمینځ د درېم ټیسټ لومړۍ ورځ
د سریلنکا لخوا د اننګز پېل د کرونارتنې په رن آوټ کیدو پېل شو. هغه یوازی د (۹) منډو له جوړولو وروسته د اوولی سټون په تهرو رن آوټ شو. وروسته کوسال منډس، انجلو میتیوز او دینیش چندیمال هم د پاتوم نسانکا ښه ملګرتیا ونشوه کړای او هر یؤ د (۱۴)، (۳) او (۰) منډو له جوړولو وروسته وسوځیدل.
په وروستې سیشن کې پاتوم نسانکا بریدګره لوبه پېل کړه خو هغه هم په (۵۱) توپونو د (۶۴) منډو له جوړولو وروسته د جوش هول لخوا آوټ شو. د هغه د آوټ کیدو وروسته دنن جایا دی سلوا او کمیندو منډس مزاحمت وښودو او د ورځې تر پای یی د انګلستانې توپ اچونکې په وړاندې لکه غر ودریدل. منډس د ورځې تر پایه بغیر له سوځیدو (۵۴) او ډی سلوا (۶۴) منډې جوړې کړې. د دواړو د ښې ملګرتیا له امله سریلنکا د دوهمې ورځې تر پایه په ۴۵ اوورونو کې د (۵) لوبغاړو په سوځیدو سره (۲۱۱) منډې جوړې کړې.
سبا سحر د لوبې دریمه ورځ سریلنکا خپل نیمګړې پاڼې دوباره پېل کوې.