انګلستان په لومړۍ ورځ د درېېو لوبغاړو په سوځیدلو ۲۲۱ منډې جوړې
څنګه چې تاسی ته مالومه ده چې د سریلنکا کرکټ لوبډله د دریو ټیست لوبو د ترسره کولو لپاره دا مهال په انګلستان کې قرار لرې. د دواړو هېوادونو ترمینځ دووه ټیسټ لوبې ترسره شوی چې په دواړو لوبو کې انګلستان مېلمه لوبډلې ته ماته ورکړې ده. د درېو ټسیټ لوبو درېمه لوبه تیره ورځ پېل شوه. سریلنکا د پچې ګټلو وروسته د انګلستان خلاف د توپ اچونې پریکړه وکړه.
د لوبې لومړې دری ساعتونه، د باران او تورو وریځو له امله بدون له کوم بال ترسره کیدلو تیر شول. وروسته له دریو ساعتونو د انګلستان هېواد دوه پېل ګر توپ وهونکې بن ډککیټ او ډان لاورنس میدان ته راښکته شول او لوبه یی پېل کړه خو لاورنس زیات مقاومت ونشو ښودلی او د پنځو منډو په جوړولو سره د لاهورو کومارا لخوا وسوځیدو. وروسته د لاورنس د سوځیدو، اوولې پاپ میدان ته په ون ډاون پوزیشن راښکته شو او د بن ډککیټ سره د بریدګره لوبه پېل کړه. بن ډککیټ په (۷۸) توپونو د (۸۶) منډو له جوړولو وروسته هغه مهال آوټ شو چې د انګلستان هېواد رنزونه د لوبې په ۲۵ اوور کې ۱۴۰ ته رسیدلی وو.
دا هم درسره ولولئ :- د نیوزیلاینډ پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ سیالۍ ته افغان کرکټ لوبډله اعلان شوه
د بن ډککیټ له سوځیدلو وروسته، جوی روټ د اوولی پاپ سره د لوبې کولو ته راغلو او دواړو په ۷۵ توپونو د ۵۱ منډو د اشتراک وروسته، اوولی پوپ د روټ سره د ملګرتیا په جریان کې خپله سلیزه هم تکمیل کړه او جوی روټ د په ۴۸ توپونو د ۱۳ منډو له جوړولو ورسته د لاهورو کومار لخوا وسوځول شو.
د روټ له سوځیدو وروسته، هیری بروک ګریز ته راغلو او د ورځې تر پای یی د اوولی پوپ ملګرتیا وکړه. د لومړۍ ورځې په اختتام سره انګلستان د په ۴۴.۱ اورونوو کې د دریو لوبغاړو په سوځیدلو ۲۲۱ رنزونه جوړ کړل.
Pingback: د انګلستان او سرېلنکا تر منیځ د درېم ټسیټ لوبې دوهمې ورځ ته