د آسترالیا او سکاټلینډ دوهمه شل اوریزه لوبه: آسترالیا یاد هېواد ته په ۷۰ منډو ماته ورکړه

د آسترالیا لخوا د ۱۹۷ منډو هدف ټاکل

په دوهمه T20 نړیواله سیالۍ کې د اسټرالیا او سکاټلینډ ترمنځ، اسټرالیا لومړی توپ وهنه وکړه او یو ستر هدف یې وټاکه. د دوی توپ وهونکو په پوره جار سره لوبه وکړه. د اسټرالیا لپاره، جوش انګلیس په ۴۹ توپونو د شپږو هسکو شپږیزو او ۷ څلوریزو پر مټ (۱۰۳) تېزۍ سره منډې جوړې کړې.او د نړیوال شل اوریز کیرئیر کې خپله دوهم سلیزه ثبت کړه. کیمرون ګرین هم ښه وځلیدو او د دوو شپږیزو او دوو څلوریزو پر مټ یی ۳۶ منډي جوړې کړې . په پای کې، اسټرالیا په خپلو ۲۰ اورونو کې مارکوس سټونیس او ټم ډیویډ چټکې توپ وهنې پر مټ ۱۹۶ منډې جوړې کړې او سکاټلینډ ته یې د ۱۹۷منډو هدف ورکړ.

د آسترالیا هېواد د کرکټ لوبغاړې جوش انګلیس په دوهمه نړېواله شل اوریزه سیالۍ کې د سکاټلینډ په وړاندې د سلیزې وهلو وروسته
د آسترالیا هېواد د کرکټ لوبغاړې جوش انګلیس په دوهمه نړېواله شل اوریزه سیالۍ کې د سکاټلینډ په وړاندې د سلیزې وهلو وروسته

د سکاټلینډی لوبغاړو د آسترالیاوې توپ اچوونکو پر وړانډې بی بسی

آسټرالوی باولرانو سکاټلنډې ټوپوهنکې د دوهمې پاڼې په پیل کې تر فشار لاندې وساتل او هغوی یی پرینښودل چې تیزه او بریدګره لوبه ترسره کړی. همدا وه چې سکاټلنډ په پاورفلې کې یواځې ۴۴ منډې د ۳ لوبغاړو په سوځیدلو جوړې کړی. سکاټلنډې توپوهونکو د پاڼې تر پای د آسترالوی توپ اچوونکو په وړاندې مقاومت ونشو کړی او د ۲۰ اورونو په اختتام یی یوازی ۱۲۶ منډې جوړې کړی. او لوبه یی آسترالیا د ۷۰ منډو په توپیر وبایلله. د سکاټلنډ لخوا یوازې برنډن مکملن ښه وځلیدو او ۵۹ منډې یی جوړې کړې. د آسترالیا لخوا مارکوس سټونیس ۴، کیمرون ګرین ۲، او هر یؤ سین ایبوټ، ایډم زمپا، آرون هارډې او زاویر بارټلټ یؤ یؤ لوبغاړې وسوځول.

دا هم درسره ولولئ :- د نیوزیلاینډ پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ سیالۍ ته افغان کرکټ لوبډله اعلان شوه

د سکاټ لینډې لوبغاړې برنډن مکمولن د سوځولو وروسته د آسترالیا لوبغاړې د خوښې لمانځلو په حالت کې
د سکاټ لینډې لوبغاړې برنډن مکمولن د سوځولو وروسته د آسترالیا لوبغاړې د خوښې لمانځلو په حالت کې

آسترالیا د دریو شل اوریزو سیالیو په دې لړۍ کې ۰-۲ مخکې ده او د یاد سیریز (لړۍ) دریمه لوبه به نن د سکاټلنډ هېواد په ایډن برګ (#EDINBURGH) ښار کې ترسره شی.

1 thought on “د آسترالیا او سکاټلینډ دوهمه شل اوریزه لوبه: آسترالیا یاد هېواد ته په ۷۰ منډو ماته ورکړه”

  1. Pingback: کرکټ مالومات:- د آسترالیا او سکاټلینډ ترمینځ درېم شل اوریز20

Leave a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Scroll to Top
Share via
Copy link