د انګلستان لوبډله په خپل دوهمې پانړۍ کې د سریکلنکا لخوا په ۱۵۶ منډو وسوځیده

انګلستان په درېم ټیسټ لوبه کې سریلنکا ته د ۲۲۰ رنزونو هدف وټاکه

د انګلستان او سریلنکا هېوادونو تر مینځ درېم ټیسټ لوبه یؤه ډیری په زړه پورې مرحلی ته رسیدلی ده. تیره ماښام د میچ په دریم ورځ سریلنکا په خپل لومړې پانړې کې د انګلستان له لوری په ۲۶۳ رنزونو را ټوله شوه او انګلستان چې پخپل لومړې اننګز کې ۳۲۵ منډې جوړې کړې وې د ۶۲ منډو برتری حاصله کړه.

د انګلستان او سریلینکا ترمینځ دریم ټیسټ میچ څلورمه ورځ
په درېم ټسیټ لوبه کې د لاهورو کومارا لخوا د اوولې پوپ ویکټ ترلاسه کولو ورسته Photo: Glyn Kirk/AFP/Getty Images

د میچ په درېمه ورځ په لومړې سیشن کې سریلنکا د انګلستان لخواه په ۲۶۳ منډو وسوځول شوه خو د میچ دوهم او دریم سیشن د لومړئ شیشن نه هم ډیر په زړه پوری وه چیری چې سریلنکایی باولرانو په زړه پوری لوبه نندارې ته وړانده کړه او د انګلستان ټیم یی فقط په دویو سیشنونو کې را وپرځوله. د سریلینکا لخوا لاهورو کومارا ۴ ، آوشوه فرنندو ۳، آسیته فرنندو ۲ او میلان رټنایانکه ۱ لوبغاړې وسوځول. د انګلسیتان لخوا جیمې سمت ۶۷ او ډان لاورنس ۳۵ منډې جوړې کړې.

دا هم درسره ولولئ :- آسترالیا په درېمه نړېواله شل اوریز کرکټ لوبه کې سکاټلینډ ته په (۶) ویکټو ماتې ورکړه

د میچ په څلورمه ورځ کوم مهال چې موږ دا راپور تیاروو سریلنکا د۲۲۰ منډو په تعقیب کې، په لومړې شیشن کې د یؤ لوبغاړې په سوځیدو ۱۱۰ منډې جوړې کړې او یوازې ۱۱۰ نورو منډو ته اړتیا لرې چې یاده ټیسټ لوبه کې برۍ ترلاسه کړې. یاده دې چې سریلنکا ۸ نور لوبغاړې هم لرې تر څو یاده لوبه وګټې.

1 thought on “د انګلستان لوبډله په خپل دوهمې پانړۍ کې د سریکلنکا لخوا په ۱۵۶ منډو وسوځیده”

  1. Pingback: سریلنکا په درېم ټیسټ لوبه کې انګلستان ته شکست ورکړ2024

Leave a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Scroll to Top
Share via
Copy link