افغان اتلان د یوګاندا پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږې (2024)

د افغان اتلانو لومړۍ لوبه

افغان اتلان سبا سهار د افغانستان پر مهال د سهار ۰۵:۰۰ بجې د ۲۰۲۴م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې د خپلې لومړنۍ لوبې په موخه د یوګاندا لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږې.

تیره شپې افغانستان د نړیوال جام په تمریناتې لوبه کې سکاټلنډ ته ماته ورکړه ګلبدین نایب په پیلیزه توپوهنه کې ښه وځلېد

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ټولچاري لوبغاړي ګلبدین نایب تېره شپه ( جمعه، د غبرګولي ۱۱مه ) په خپله دویمه ازمایښتي لوبه کې د سکاټلینډ پر وړاندې په ۳۰ توپونو ۶۹ منډې جوړې کړې.

افغان اتلان د یوګاندا لوبډلې پر وړاندې

د نایب غوره توپوهنې او د کریم جنت په زړه پورې توپ‌اچونې افغان لوبډله تر بریا ورسوله.

(۲) د نړۍوال جام په پنځمه رسمي لوبه کې افغانستان د یوګانډا پر وړاندي راتلونکې سې شنبه سهار ۵:۰۰ بجې د ویسټنډیز په ګیانا لوبغالي کې د لوبي ډګر ته ښکته کېږي، د افغانستان د بریا په هیله.

(۳) ډي جی براوو ژمنه کړې چې د افغان ملي لوبډلې د چټک توپ اچوونکو سره به د زړۀ له تله خواري کؤم او خپلې تجربې به ورسره شريکوم.

راشد خان ترې مننه کړې او د افغان ملي لوبډلې سره د پيوستون له کبله يې ورته ښۀ راغلاست ويلي!

(۴) نن ماښام ۷:۳۰ دقیقې لومړۍ تمریناتې لوبه ده چې له تلویزیون خپریږې د هند او بنکلادیش له لوري تر سره کیږي.

(۵) د ۲۰۲۴ کرېکټ نړیوال جام شل اوریزې سیالۍ د ۲۰ لوبډلو په ګډون سبا سهار (یکشنبه، د غبرګولي ۱۳مه) د امریکا متحده ایالاتو او ویسټنډیز په کوربتوب پیلېږي.

د دې سیالیو پیلیزه لوبه به د امریکا متحده ایالاتو او کانډا لوبډلو ترمنځ سبا سهار ۰۵:۰۰ بجې پیل شي.

دا پوست هم وګورئ: افغان کرکټ ملی لوبډله د عمان په وړاندې

1 thought on “افغان اتلان د یوګاندا پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږې (2024)”

  1. Pingback: د افغان اتلانو تمریناتي سیالۍ او د لوبډلې جوړښت (کرکټ نړېوال جام 2024) - Cricket Afghanistan

Leave a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Scroll to Top
Share via
Copy link