آسترالیا په درېمه نړېواله شل اوریز کرکټ لوبه کې سکاټلینډ ته په (۶) ویکټو ماتې ورکړه

د آسترالیا او سکاټ لینډ تر مینځ د درېمې نړېوال شل اوریز کرکټ لوبې خلاصه

په تیرو دوو کرکټ سیالیو کې له ماتې وروسته سکاټ لینډی لوبغاړو هوډ درلود چې په دریمه لوبه کې به ښه لوبه ترسره کوی او آسترالیا ته ګټل سختوی خو د تیر په سیر دریمې لوبه کې هم سکاټ لینډی لوبغاړې د آسیترالوی توپ وهونکې په وړانډې ښه ونه ځلیدل او په یاده لوبه یی په ۶ ویکټو آسترالیا هېواد ته وبایلله.

له پچې (ټاس) ګټلو وروسته د سکاټ لینډ لوبډلمشر د توپ وهونې پریکړه وکړه او په شل اورونو کې یی د مکمولین (۵۶) او جارج مونزی (۲۶) منډو ورسته د ۹ ویکټو په نقصان (۱۵۳) منډی جوړې کړې. د آسترالیا لخوا کیمرون ګرین په څلورو اورونو کې (۳۵) منډو ورکولو وروسته څلور لوبغاړو وسوځول. هارډې او سین ایبټ هم په توپ اجونه کې ښه وځلیدل او دوه دوه ویکټې یی ترلاسه کړې.

د سکاټ لینډ په وړانډې دریمی کرکټ سیالی کې د کیمرون ګرین توب اچونه
آسترالوی لوبغاړې کیمرون ګرین د سکاټ لینډ په وړاندې د ویکټ اخیستلو وروسته : Photo Credit: ESPNCRICINFO

آسترالوی توپ وهونکې له پېله بریدګره توپوهنه پېل کړه او سکاټلنډی توپ اچونکې یی تر فشار لاندې راوستل. په آخر کې آسترالیا د کیمرون ګرین (۶۲) نا سوځیدلو منډو پرمټ یاد هدف په ۱۶.۱ اورونو کې ترلاسه کړ.

د لوبې غوره لوبغاړې کیمرون ګرین وټاکل شو او له دې سره آسترالیا د دریو شل اوریزو کرکټ لوبو دا لړۍ په درې صفر ۳-۰ سره وګټله.

دا هم درسره ولولئ :- د آسترالیا او سکاټلینډ دوهمه شل اوریزه لوبه: آسترالیا یاد هېواد ته په ۷۰ منډو ماته ورکړه

1 thought on “آسترالیا په درېمه نړېواله شل اوریز کرکټ لوبه کې سکاټلینډ ته په (۶) ویکټو ماتې ورکړه”

  1. Pingback: انګلستان په درېم ټیسټ لوبه کې سریلنکا ته د ۲۲۰ رنزونو هدف و

Leave a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Scroll to Top
Share via
Copy link